text
stringlengths 0
136
|
---|
چې خبر هم نه کړی شوم. زما ځپګان په دې خبره دی چې د
|
کانګرس ورکنګ کمېټۍ هم زمونږ سره امداد او همدردي
|
ښکاره نه کړه. دوی مونږ له پښو لاسو وتړلو. اومسلم لیګ ته
|
يې حواله کړو.
|
مونږڅو د مسلم ليګ نه الیکشن ګټلی ونوبيابل
|
الیکشن ته څه ضرورت و؟. که چا زمونږ سره نوی ريفرنډم
|
کولی نو په کار وو چې زمونږ په مطالبه يې د پاکستان او
|
پښتونستان په سوال کړی وی. دا ریفرنډم ځو په پاکستان او
|
هندوستان و او مونږد کانګرس د بې وفایۍ په وجه
|
دهندوستان سره نه تلو نو ځکه مو په دې ریفرنډم کې
|
شریکېدل نه غوښتل او بایکاټ مو ورسره وکړو.
|
مونږ ته به پیرنګيانو ويل چې د کانګرس ملګرتيا پرېږدئ
|
نو مونږ به چې هندوستان له څه ورکوو د هغې نه زيات به
|
تاسوله درکړو. لیکن مونږ کانګرس پرې نه ښود ځو دوی مونږ
|
پرېښودو.د ډېر افسوس خبره خو داده چې مونږ دوی سره څه
|
وکړل او دوی را سره څه وکړل؟
|
00165 ٩۳0٨666
|
زما ژوند اوجد وجهد
|
د سردارپټېل او راجه ګوپال اچاريه نه خو زما ګيله نشته.
|
زما ګيله د جواهر لال نهرو او ګاندهي جي نه کېږي چې هغوی
|
هم په دې معامله ورسره اتفاق وکړو.د کانګرس ليډرانو ويل
|
چې اوس داسې حالات را پيدا شوي دي.چې بله لار نشته. نو
|
زه وايم چې دا حالات چا را پيدا کړل؟ دا حالات ځو دوی را
|
پیداکړل. که دوی هندوستان تقسیم کړی نه وی نو د
|
هندوستان او هندو مسلمان دا دومره تباهي او بربادي به نه
|
وی شوې.
|
څه چې وشول هغه وشول او د مولانا ازاد خبره څه چې مې
|
وليدل دا یوځوب و. خو زه وايم چې دا يو سازش و. دا يوه بې
|
وفايي وه. او دا یوه غداري وه چې زمونږ سره وشوه.
|
زمونږ په ملک کې ځينې کسان شته چې زمونږ د بد
|
خواهانو په لمسه زمونږ خلاف داسې پراپېګنډې کوي چې
|
خدايي خدمتګارو څه وکړل؟ اودا هم وايي چې عدم تشدد څه
|
وکړل؟ او زمونږ ډېر ساده ګان وروڼه د خودغرضو کسانو د دې
|
خبرو نه متاثره کېږي. نو زه دوی ته وايم چې د خدايي
|
خدمتګارۍ دوه مقصده وو. يو د ملک ازادي او بل په پښتنو
|
کې د قامولۍ. ورورولۍ.مینې محبت. اتفاق او اجتماعي
|
ژوند احساس پيدا کول.
|
تاسو خووګورئ !دا احساس خو پيدا شو. او ملک هم ازاد
|
شو. او بيا دې ته وګورئ چې دا هر څه د عدم تشدد په ذريعه
|
وشو تشدد ځو نه دی شوی. تاسو وګورئ خدايي
|
خدمتګارۍ په خلکو کې د مسلمان.هندو او سکه- په زړونو
|
کې داسې مينه.محبت پيدا کړو او داسې د ورورۍ جذبه يې
|
۷۸۵
|
۳۳٣٨ - تت تی تت
|
زما ژونداو جد و جهد
|
را ويښه کړې وه.چې تر اوسه پورې هغه هندوان او سکهان
|
چې د صوبه سرحد نه په زور اېستل شوي دي.او هند ته تللي
|
دي ځان ته اوس هم خدايي خدمتګاران وايي. هر کله چې زه
|
هندوستان ته تللی يم نو هغه مينه او محبت د هغو هندوانو او
|
سکهانو په زړونو کې محسوسوم تاسو وګورئ چې څه وخت
|
په هندوستان کې د تقسیم په وخت کې فسادات شروع شول.
|
نو خدايي خدمتګارو دلته د خپلو هندوانو او سکهانو د
|
حفاظت دپاره څومره تکلیفونه تېر کړي دي او کوم ځای کې
|
چې خدايي خدمتګار وو. نوهلته يې دوی بچ کړي او د دوی د
|
مال او ځان حفاظت يې کړی دی. بل طرف ته تاسو کانګرس ته
|
وګورئ چې د هندوستان په هندو او مسلمان کې يې څومره
|
نفرت پيدا کړو او څومره تشده يې وکړو. خوحقیقت دا دی
|
چې عدم تشدد د هغوی پالیسي وه او زمونږ عقيده وه او ده ٠! :
|
مونږ خو ازاد شوي وو او پیرنګیان زمونږ د ملکه تلونکي وو. خو
|
د لارډ مونټ بیټن او سردار پټېل په سازش د غلامو غلامان شو. زه
|
په دې خبره دومره ځپه نه یم. ځکه چې که پښتون پښتون شي نو دی
|
څوک غلام کولی نشي.خو خپه په دي يم چې د خدايي خدمتګارۍ
|
هغه تحریک چي په ډېرو ځوارو. مصیبتونو. تکلیفونو او قربانو
|
جوړ شوی وو هغه يې تس نس کړو او جوړ شوی انتظام يې ورله
|
خراب اوګډوډ کړو.
|
د زړه په باغ مې ږلۍ وشوه
|
بویه چې بيا سپرلی راځي سپړي ګلونه
|
عبدالغفار خان
|
13-7-1
|
۷
|
00165 ٩۳0٨666
|
زما ژوند او جد و جهد
|
لوستونکو وروڼوا
|
دا « زما ژونداو جدوجيد) ما په داسې وخت
|
کې لیکلی دی. چې زه د خپلو هغو ملګرو نه
|
جدا يم» چې دې حالاتو او واقعاتو کې ما سره
|
شامل وو او د دې په باره کې ورته ډېر معلومات
|
شته. ما بيا بيا کوشش وکړو. چې دغه ملګري
|
ما سره په دې کتاب ليکلو کې مرسته وکړي.
|
ځو زه کامياب نه شوم. په دې لړ کې ډېرې داسې
|
Subsets and Splits
No community queries yet
The top public SQL queries from the community will appear here once available.