text
stringlengths 0
136
|
---|
زما ژوند او جد وجهد
|
کانګرس خدايي خدمتګار د شرمښانو خولو ته وغورځول نو
|
دا به د صوبه سرحد سره غداري وي.»
|
مونږ د ورکنګ کمېټۍ د دغه غونډې نه پس واپس ځپلې
|
صوبې ته راغلو. حکومت ته مو ويل چې چونکه کانګرس
|
تقسیم هند منلی دی. نو په داسې حالاتو کې دلته د ریفرنډم
|
ضرورت نشته» ولې چې د دې په ذریعه به دلته په خلکو کې
|
يوه د دښمنۍ او تربګنۍ فضا پيدا شي. چونکه وايسرای دا
|
خبره ونه منله. د دې وجې نه مونږ بيا د صوبې جرګه را وبلله او
|
دا حالت مو ټول دهغه جرګې په وړاندې کېښودل. د صوبې
|
جرګې فېصله وکړه چې که سرکار دلته خامخا ریفرنډم کوي نو
|
بيا په کار دي چې پښتنو له پوره حق ځوداراديت ورکړي او د
|
هندوستان او د پاکستان نه علاوه د پښتنو نه په خپلې ازادې
|
صوبې پښتونستان باندې هم ووټ واخلي.
|
خو چې کله پیرنګيانو د دې مطالبې د منلو نه انکار وکړو
|
او د ازاد پښتونستان مطالبه يې په ریفرنډم کې شامله نه کړه.
|
نو بياجرګې دا فېصله وکړه چې چونکه کانګرس تقسیم هند
|
منلی دی نو د دې وجې نه دلته ریفرنډم ته هېڅ ضرورت پاتې
|
نه شو او که حکومت ځامخا ريفرنډم کوي نو مونږ به په هغې
|
کې حصه نه اخلو.
|
د کانگرس اومونټ بیټن سازش:
|
اصله خبره دا وه چې دا لويه واقعه چې څنګه وشوه هم
|
دغسې کېدونکې وه. ولې چې د دې دپاره د پخوا نه تيارۍ
|
شوې وې هغه وخت چې مونټ بيټن د تقسیم د اعلاننه
|
یه
|
۳۳٣٨ - تت تی تت
|
زما ژوند او جد و جهد
|
مخکې د سرحد په دوره راغلی و په سرحد کې دفعه (۱۴۴ء
|
لګېدلې وه او په جلسو پابندي وه. د صوبه سرحد ګورتر
|
سراولف کيرو و. چې زمونږ سخت مځالف و او د مسلم لیګ
|
لوی حامي و. هغه په لارډ مونټ بيټن د اثر اچولو دپاره د
|
سرحدي قبایلو نه په ډېر زيات شمیر کې د پولټېکل اېجنټ
|
ټولو خپلو ملکانو په ذريعه خلک را جمع کړل. لارډ مونټ
|
بیټن ته يې يوه لويه تماشه جوړه کړه. او د تللو په وخت کې یې
|
لارډ مونټ بيټن ته دا وويل: چې دې پښتنو له داسې سزا
|
ورکول په کار دي چې د دوی بچي يې ياد ولري. ولې چې په
|
هندوستان کې لس کروړه مسلمانان وو. هغوی زمونږ مخالفت
|
ونه کړو او دوی زمونږ مخالفت کې د کانګرس سره ملګري
|
شول. لارډ مونټ بيټن دا ټولې خبرې په زړه کې واچولې او
|
ډيلي ته روان شو. هلته ځو پټېل د هندوستان تقسیم
|
غوښتو. او ده دا غوښتل چې پښتنو ته سزا ورکړي او د مسلم
|
ليګ ته يې په حواله کړي. د دې دواړو اتفاق په دې وشو چې
|
کانګرس غوښتل چې بنګال او پنجاب دې تقسیم شي او لارډ
|
مونټ بيټن غوښتل چې سرحد کې دې ریفرنډم وشي. نو لارډ
|
مونټ بيټن دوی ته دا وويل چې زه ستاسو دا خبره منم؛ او
|
پنجاب او بنګال به درته تقسیم کړم ځو د دې په بدله کې تاسو
|
زما دا ومنئ چې په صوبه سرحد کې دې ریفرنډم وشي» نو
|
کانګرس په صوبه سرحد کې ريفرنډم ومنلو او مونټ بیټن ور
|
ته پنجاب او بنګال تقسیم کړل او د دوی دواړو سودا زمونږ په
|
سروشوه مونږ خدايي خدمتګارو څومره خواري وکړه چې
|
هندو او مسلمان سره نزدې شي او زه که په کور کې وم. که په
|
-۷-ھهضتبتبت ګت نن تت
|
زما ژوند او جد و جهد
|
صوبه سرحد کې وم» که په هندوستان کې ما د دې دپاره ډېر
|
کوشش کړی دی چې د هندو او مسلمان تر مېنځه مينه.
|
محبت. اتحاد او اتفاق پيداکړم اونفرت او دښمني ترې لرې
|
کړم.دا کار تر ډېره حده پورې وشو مګر د تقسیم نه پس تاسو
|
وګورئ چې اوس څه حال دی؟ هغه مونږ چې څه کړي وو هغه په
|
سیند لاهو کړی شو په پاکستان کې په هندوانو او سکهانو
|
څه تېر شول. او په هندوستان کې په مسلمانانو څه تېرېږي؟
|
داسې نفرت او دومره نفاق پيدا شو چې د اصلاح اميد يې هم
|
له مېنځه لاړ او ډېرې لانجې ترې را پيدا شوې.
|
کانګرس ځو د پیرنګيانو سره د شپېتوکالو راسې د ازادۍ
|
اخيستلو دپاره په جدوجهد لګيا و. خو انګرېزانو ورته پوره
|
ازادي څه چې نيمګړې ازادې هم نه ورکوله. مګر کله چې
|
پښتانه ورسره په دغه جنګ کې ملګري شول او پښتنو په
|
کيسه ځوانۍ. ټکر؛اتمانزو. کوهاټ.هاتي ځېلو او ميرویس
|
کې قربانۍ ورکړې اودغه شان زمونږ د قبایلي علاقې غیرتي
|
پښتنو دې پښتنو سره د هندوستان د ازادۍ په لاره کې
|
غزاګگانې وکړې. د انګرېزانو توپونو او ټېنکونو ته يې ځپلې
|
سینې ډال کړې او د دوی مځې ته لکه د غر ودرېدل نو د
|
انګرېزانو هله د هندوستان ازادۍ ته غاړه کښېښوده. مونږ خو
|
د کانګرس سره په دې وعده د ازادۍ په جنګ کې ملګري
|
شوي وو. چې وطن به په ګډه ازادوو او د پردۍ غلامۍ نه به
|
ځانونه خلاصوو. مګر چې وخت راغی نو بيا مونږ سره د شوو
|
ښسسسهی بپ 01
|
زما ژونداو جد و جهد :
|
وعدو هېڅ خيال ونه ساتلی شو زمونږ نه زمونږ د مستقبل په
|
هکله هېڅ پوښتنه ونه شوه بلکې د پاکستان اوهندوستان د
|
يو ځای کېدو ريفرنډم را باندې په زور راو تپلی شو او زمونږ
|
په سر دغه لويه سودا وشوه. قربانۍ مونږ ورکړې. وینې
|
زمونږ تویې شوې. مالونه. جایدادونه زمونږ تباه شول او ګټه
|
يې نورو ته ورسېده.د کانګرس مشرانو ځو به په ټولو معاملو
|
کې زما نه تپوس کولو. زما د سلا مشورې نه بغير به يې هېڅ
|
نه کول. مګر په دې لويه اهمه مسئله کې زما سره مشوره څه
|
Subsets and Splits
No community queries yet
The top public SQL queries from the community will appear here once available.